IQNA

12:05 - August 25, 2019
د خبر لمبر: 3482370
نړیواله ډله: د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار وویل چې داعش ترهګره ډله د افغانستان لپاره کوم سټراټجک ګواښ او خطر نه ګڼل کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې ولسي اډانه نه لري او په دې وجه دې هیواد ته ګواښ نه شي پیښولی.

هغه زیاته کړه چې داعش ترهګره ډله د افغانانو ملاتړ ځان ته نه شي جلبولی او د دغې ډلې بریدونه تش تاکتیکي خطر دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم داشان په افغانستان کښې د داعش ډلې د ترهګرو شمیر له ۷۰۰ نه تر ۱ زر او ۲۰۰ پورې وباله او ویې ویل چې په دغو ترهګرو کښې زیاتره د پاکستاني طالبانو غړي شامل دي.

د محب دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې تیر کال د افغان ملکیانو د تلفاتو په هکله د ملګرو ملتو په رپوټ کښې د ترهګرو حملو له امله د ۵۲ فیصده ملکي وګړو د وژل کیدو وجه، داعش ترهګره ډله اعلان شوې ده.

http://parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: