IQNA

20:21 - July 23, 2019
د خبر لمبر: 3482308
نړیواله ډله: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ناسته کې خبریالانو ته وویل، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي، او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبری آژانس ویبپاڼې نه په نقل، ښاغلي ټرمپ سپینه ماڼۍ کې ور ټولو خبریالانو ته وویل، پاکستان کولی شي چې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري، او دا ځکه چې پاکستان په افغانستان کې تر بل هر هېواد ډېر نفوذ لري.
په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، حکومت یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د هلو ځلو بشپړ ملاتړ کوي.
لومړي وزیر عمران خان زیاته کړه، نړیوال تر بل هر وخته په افغانستان کې سولې ته نږدې شوي دي، او تمه یې وښوده چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.
نوموړي د ولسمشر ټرمپ د خبرو په تائید وویل چې د افغانستان جګړه هېڅ پوځ حل نه لري، او پوځي حل به د میلیونونو کسانو د وژل کېډو په معنی وي.
دا واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران لومړی رسمي سفر دی. واشنګتن ته د نوموړي تر رسېدو وړاندې هم اټکل و چې د دواړو مشرانو په کتنه کې به پر افغانستان خبرې کېږي.
په لومړیو کې داسې تمه کېدله چې د امریکا ولسمشر به په دې کتنه کې له پاکستانه په زغرده وغواړي چې د افغان سولې په بهیر کې پوره مرسته وکړي، او پر خپله خاوره د ورانکارو ځالې ختمې کړي.
له عمران خان سره د پوځ مشر تګ په څه معنی؟
څېړونکی جهانګیر خټک وايي، امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر ترڅنګ د دې هېواد د ای اېس ای او پوځ مشرانو کمساری یوځای تګ دا هیله ټوکوي چې کیدای شي دا ځل پاکستان خپلې نوې ژمنې عملي کړي.
افغان حکومت واشنګټن ته د عمران خان د سفر په غبرګون کې ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر لیدلوری دا دی چې یو باثباته، ډيموکراټ او سوله ییز افغانستان د پاکستان د ملي ګټو تامینونکی دی.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "له پاکستان سره زموږ وروستي بحثونه ګټور و".
خو نوموړی زیاتوي چې "تر اوسه د عمل په ډګر کې کوم ځانګړی بدلون نه تر سترګو کیږي".
"ترهګري د دواړو هېوادونو او نړۍ پروړاندې یو ریښتینی ګواښ دی. یوې معتبرې او د تایید وړ هوکړې ته رسېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې او د ډاډ پیدا کولو لپاره الزامي ده."
وړاندې نړیوالو رسنیو ویلي و چې امريکا ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سفر وروسته له هغې شونى شو چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ټرمپ له زوم جارېد کوشنر سره خپل شخصي اړيکي وکارولې چې په پايله کې يې ښاغلي خان ته سپينې ماڼۍ ته د تلو بلنه ورکړل شوه. نړیوالو ورځپاڼو ویلي ښاغلي خان له محمد بن سلمان مننه کړې.
ټاکل شوې پاکستاني چارواکي هڅه وکړي چې واشنگټن له دوی سره خپلې مرستې او همکاري بيا له سره پيل کړي.
ویل کیږي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سربېره بل هغه کس چې د دغه سفر شوني کېدو کې يې مرسته کړې سناتور لېندزي گراهم دى چې جنوري کې يې پاکستان ته سفر کړى و او د افغانستان او سيمې په تړاو د عمران خان ليد لوري اغېزمن کړى و

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: