IQNA

11:51 - July 21, 2019
د خبر لمبر: 3482306
نړیواله ډله: زمونږخبریال وایی دپاکستان د اوو (۷) پخوانیو قبایلی سیمو چې اوس له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځاې کړې شوی دی د صوبایی ولسی جرګې د شپاړسو(۱۶) څوکیو لپاره د ترسره شویو انتخاباتو غیررسمی نتیجې اعلان شوی دی .

د پی کی سل حوزې( PK100) د باجوړ سیمې دغیررسمی نتیجو پراساس د تحریک انصاف ګوند  کاندید انور زیب دیارلس زره او یوسل شپیته رایې ګټلی دی او د هغه سیال کاندید وحید ګل چې د جماعت اسلامی غړی دی یولس زره شپږ سوه څلور نوی رایې ترلاسه کړی دی او په دوهم لمبر کښې ورغلی دی .

د پی کی یوسل لومړۍ حوزې دباجوړ سیمې د غیر رسمی نتیجو پراساس د تحریک انصاف  کاندید اجمل خان ۱۲۲۰۴ او د جماعت اسلامی ګوند کاندید هارون الرشید ۱۰۴۴۸ رایې ترلاسه کړی دی .

د پی کی یوسل دوهمې حوزې د باجوړ سیمې د غیر رسمی نتیجو پراساس د جماعت اسلامی ګوند کاندید سراج الدین ۱۹۰۸۸ او د تحریک انصاف ګوند کاندید  حامد الرحمان ۱۳۴۳۶ رایې ګټلی دی .

د پی کی یوسل دریمې حوزې دمهمند سیمې دانتخاباتو دپایلو پراساس د عوامی نیشنل پارټۍ کاندید نثار احمد ۱۱۲۱۸ او د تحریک انصاف ګوند کاندید رحیم شاه ۱۰۳۱۴ رایې ګټلی دی .

د پی کی یوسل شپږمې حوزې دخیبر سیمې د غیر رسمی پایلو پراساس ازاد کاندید بلال افریدی ۱۲۸۰۰ او د تحریک انصاف ګوند کاندید عامر محمد خان افریدی ۶۵۲۱ رایې ګټلی دی .

د پی کی یوسل اتمې حوزې د کرمې ایجنسۍ د غیر رسمی نتیجو پراساس د جمعیت علمای اسلام ګوند کاندید محمد ریاض ۱۲۱۳۸ او ازاد کاندید جمیل خان ۱۱۴۳۱ رایې ګټلی دی .

دپی کی یوسل نهمې حوزې د کرمې ایجنسۍ د غیر رسمی نتیجو پراساس د پاکستان دتحریک انصاف کاندید سید اقبال میان۳۹۵۳۹ او ازاد کاندید عنایت حسین طوری ۲۲۹۷۵ رایې ترلاسه کړی دی .

د پی کی یوسل پینځلسمې حوزې دپایلو پراساس د تحریک انصاف ګوند کاندید عابدالرحمان ۲۰۸۸۹ اود جمعیت علمای اسلام کاندید محمد شعیب ۱۸۳۷۳ رایې ګټلی دی .

د پی کی یوسل پینځمې حوزې د پایلو پراساس ازاد کاندید شفیق افریدی ۱۹۳۲۴  او بل ازاد کاندید شیرمت خان هم ۱۰۷۴۴ رایې ګټلی دی .

د پی کی د یوسل لسمې حوزې د پایلو پراساس ازاد کاندید سید غازی جمال ۴۵۵۴ او ازاد کاندید جوهر عباس هم ۲۵۵۳ رایې ترلاسه کړی دی .

د پی کی جنوبی وزیرستان دپایلو پراساس ازاد کاندید وحید خان ۱۷۰۵ او بل ازاد کاندید عارف زمان برکی هم ۷۷۸ رایې ګټلی دی .

دپاکستان د  پخوانیو قبایلی سیمو د شپاړسو څوکیو لپاره تحریک انصاف شپاړس ، دفضل الرحمان جمعیت علمای اسلام څانګې پینځلس ،عوامی نیشنل پارټۍ څوارلس ، جماعت اسلامی او پیپلز ګوند دیارلس  ، دیارلس کاندیدان درولی وو .

دغه راز د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې او قومی وطن  ګوند هم درې درې کسان کاندیدان کړی وو .

http://parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: