IQNA

22:06 - January 30, 2019
د خبر لمبر: 3481899
نړیواله ډله: پاکستان او روسیې هوکړه کړې چې د افغانستان سولې روانو هڅو په اړه به یو او بل سره همغږي کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دغه هوکړه پاکستان ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او شاه محمود قریشي د لیدنې په ترڅ کې شوی ده.
کابلووف پرون پاکستان ته تللی و.
دا په داسې حال ده چې پاکستان په دی ورستیو کې قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو په حاضرو کې هڅې کړي او تر اوسه د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لیدنې د پاکستان په منځکړیتوب ترسره شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم اوسني شرایط د افغانستان سولې لپاره یو ښه فرصت بلل او په افغانستان کې سوله یې د دواړو هیوادونو مسولیت یاد کړی دی.
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: