IQNA

د ایران په شتون سره ترسره شو؛
10:58 - January 20, 2019
د خبر لمبر: 3481877
نړیواله ډله: د اسلامی فلسفې نړیواله کنفرانس د ایران سفیر محمدي او د ایران کلتوری سازمان مشر مهر داد رخشنده په شتون سره د اندونیزیا د مشورتي غونډې په تالار کښې پرانیستا وشوه.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان نه په نقل، دا کنفرانس پرون د حضرت ولی الله محمدی نصر آبادی د ایران سفیر او په اندونیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان مشر مهرداد رخشنده او د اندونیزیا د پوهنتون محصلانو استادانو شتون سره د کالج صدرا، دین وزارت، د فلسفې او عقیدې انجمن په همت سره او د امام علی رضا علیه السلام د زیارت قدس رضوی په همکارۍ سره د اندونیزیا د مشورتي غونډې به تالار کښې شورو شو.
په دغه کنفرانس کښې، محمود واعظی او حکیم الهي د ایران کلتوری شخصیتونو سره، د هندوستان کشمير پوهنتون نه حمیدالله، د اندونیزیا صدرا کالج نه باقر او عباسي خپلې مقالې وړاندې کړې دې او د کنفرانس د پرانیستا تقریرونه د ځوانانو او د ورزش وزیر استازی، د دین وزارت اسلامی ښودو ستر مشر او د صدرا کالج مشر محمد جواد اسعدی وو.
همدارنګه په دغه دوه ورځنې کنفرانس کښې به د مقالاتو او د تقریرونو وړاندې کولو سره د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه او تخصصي ناستې هم په صدرا کالج کښې پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3782339
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: